د کندهار کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست څخه په خپره سوې، خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د چهار شنبې په ورځ د پاکستان څخه د افغان کډوالو ۲۸ کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۴۵ تنه کېږي، د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کښي دغه راز ويل سوي دي، چي په همدې ورځ ۱۲ تنه افغان کډوال د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.