تېره ورځ کندهار ته د پاکستان څخه ۱۹۳ کډوالي کورنۍ راغلي دي

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستلو د لړۍ په دوام د سه شنبې په ورځ د پاکستان څخه ۱۹۳ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ۱۰۱۶ تنه کېږي د سپين بولدک له لاري کندهار ته راغلي دي.
دغه افغان کډوال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست له خوا ثبت سوي او وروسته خپلو اصلي سيمو او ياهم د افغان کډوالو کمپونو ته لېږدول سوي دي.
همدارنګه په همدې ورځ ۹۷ تنه افغانان هم د پاکستان د حکومت د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري افغانستان ته راغلي دي.
د يادوني وړ ده، چي د دوشنبې په ورځ هم د سپين بولدک د لاري ۲۳۶ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۱۲۹۸ تنه کېدی کندهار ته راغلي دي.