د پاکستان څخهد افغان کډوالو په زور او جبر ايستلو د لړۍ په دوام د چهارشنبې په ورځ ۳۴۶ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۹۰۰ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
دغه کډوال د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له خوا ثبت او راجستر سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په همدې ورځ ۵۸ تنه هغه افغان کډوال چي د پاکستان دحکومت له خوا بنديان وه د پاکستان حکومت ازاد کړي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.