د پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري توګه د ايستلو په لړۍ کي ۲۳۶ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۲۹۸تنه کېږی د دوشنبې په ورځ کندهار ته دسپين بولدک د لاري راغلي دي.
په همدې ورځ ۲۹تنه افغانان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي د اپرېل د مياشتي د پيل څخه تر دې دمه ۷۰زره افغان کډوال يوازي د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.