تېره ورځ کندهار ته ۱۷۱۸ افغان کډوال راغلي دي

د جمعې په ورځ د سپين بولدک له لاري د پاکستان څخه هغه کډوال، چي په دغه هيواد کي د اوسېدو قانوني اسناد ئې نه درلودل ، ۳۲۶ کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۷۱۸ تنه کېږي کندهار ته راغلي دي، چي دغه افغان کډوال د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست له خوا په رسمي ډول ثبت سوي او خپلو اصلي سيمو او يا هم د کډوالو کمپونو ته لېږدول سوي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۴۷ تنه افغان زندانيان هم د پاکستان له زندانونو څخه ازاد سوي او دسپين بولدک له لاري افغانستان ته راغلي دي.
د يادوني وړ ده، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ د رواني اپرېل مياشتي د پېل څخه شروع سوې، چي تراوسه پوري د دغه هيواد څخه په زرګونه افغان کډوالو افغانستان ته راغلي دي.