تېره ورځ کندهار ته ۱۹۹ د افغان کډوالو کورنۍ راغلي دي

د پاکستان څخه په زور او جبر د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ خورا په چټکۍ سره روانه ده.
د پنج شنبې په ورځ د سپين بولدک د لاري ۱۹۹ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۰۹۸ تنه کېږي کندهار ته راغلي دي .
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له خوا ياد کډوال ثبت سوي او وروسته خپل اصلي سيمو ته لېږدول سوي دي.
د يادوني وړ ده، چي په همدې ورځ ۳۲ تنه د افغان کډوالو زندانيان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.