د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان څخه ۳۸ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ۲۰۰ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوالو تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته انتقال سوي دي.
دغه راز په ياده خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۲۱ افغان کډوال د پاکستان د زندانو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.