د پنج شنبې په ورځ د سپين بولدک د لاري ۱۴۶ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۸۱۸ تنه کېږي کندهار ته راغلي دي.
دغه کورنۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ریاست له خوا ثبت او راجستر سوي دي، چي یو شمېر د افغان کډوالو کمپونو ته لېږدول سوي او یو شمېر ئې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول سوي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۵۱ تنه زندانیان هم د پاکستان د زندانو څخه ازاد سوي او د سپین بولدک د لاري افغانستان ته راغلي دي.
د یادوني وړ ده، چي د اپرېل د پېل څخه تر اوسه پوري د پاکستان حکومت په زرګونه هغه افغان کډوال د دغه هیواد څخه شړلي، چي په دغه هیواد کي د اوسېدلو قانوني اسناد ئې نه درلودل.