تېره ورځ ۳۱۵ د افغان کډوالو کورنۍ کندهار ته راغلي دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي دي، چي د پاکستان څخه د ایستل سوو کډوالو په لړۍ کي د چهارشنبې په ورځ ۳۱۵ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۱۶۷۲ تنه کېږي د سپين بولدک له لاري کندهار ته راغلي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۶۲ تنه افغان زندانیان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.