د ط..البانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ په نشر سوي خبر کي ويلي دي، چي د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د ايران او پاکستان څخه ۳۲۸۴ د افغان کډوالو کورنۍ راغلي.
د ياد اژانس د خبر د مخي چي ۶۰ کورنۍ د تورخم له لاري، ۶۲ کورنۍ د سپین بولدک له لاري، ۶۵۲ کورنۍ د ورېښمو پله له لاري او ۲۵۱۰ کورنۍ د اسلام کلا له لاري افغانستان ته راغلي دي.
دغه افغان کډوال د ايران او پاکستان څخه په زور او جبر ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
د يادوني وړ ده، چي د مهاجرت نړۍوال سازمان خبر ورکړی، چي د روان میلادي کال د جون په میاشت کي یوازي له ایران څخه د ۲۳۰ زرو څخه زیات افغان کډوال ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.