تېر کال ط..البانو ۵۲ کوچني او لوی کانونه خرڅ کړي

د ط..البانو د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان د پنج شنبې په ورځ ديوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خبريالانو ته ويلي، چي په تېرکال کي دغه وزارت د لسو لويو کانونو قراردادونه د داخلي او خارجي شرکتونو سره کړي دي.
هغه وايي چي په دغه لويو کانونو کي یاقوت، کرومایت، مالګه، سیميټ او مرمر شامل دي.
د هغه په خبره چي دغه لوي کانونه ئې په ۲۹۷ میلیون، ۹۳۸ زره او ۹۹۰ امریکایي ډالرو په ارزښت په کابل، هرات، فاریاب، ننګرهار، جوزجان، لوګر او کندهار ولايتونو کي خرڅ کړي، چي د استخراج چاري ئې رواني دي.
همايون افغان دغه راز وايي چي تېر کال ئې ۴۲ کوچني کانونه لکه کرومایت، طلا، ګچ، چونه، نفرایت مرمر، مالګه، سرب، جست، رخام د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په کچه کورنیو پانګوالو ته په قرارداد ورکړي، چي استخراج ئې روان دئ.
دا په داسي حال کي ده چي ط..البان هر کال د افغانستان د کانونو د خرڅولو څخه په زياته اندازه پيسې لاس ته راوړي، خو ولس ئې د بېکارۍ او غريبۍ له امله ځان وژنه کوي او يا هم بهرنيو هيوادونو ته په قاچاقي ډول ځي