په کابل کي دجاپان سفير تاکايوشي د پنج شنبې په ورځ د ط..البانو دکډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزير سره په ليدنه کي ويلي دي، چي هيواد ئې د پخوا په شان د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په مرستو کي به ئې کموالی را نه سي.
هغه په ياده ليدنه کي ويلي، چي له نورو هيوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدني له پاره جاپان ۷،۵ میلیون امریکايي ډالر د ملګرو ملتونو د ادارو له لاري مصرف کړي او د افغانانو لاسنيوی ئې کړی دئ.
هغه په نړۍواله کچه د بشري مرستو کمښت ته په اشارې زیاته کړې، چي له افغانانو سره د جاپان مرستي به د مخکي په څېر دوام ولري او کموالی په کښي نه راځي.