جرمني ته ۱۳۲ نور افغان کډوال هم له پاکستان څخه ولېږدول سوه

الماني رسنیو راپور ورکړی چي د جرمني حکومت ۱۳۲ نور افغان کډوال هم په یوه چارټر الوتکه کي له اسلام اباد څخه برلین ته ولېږدول.
بیلډ ورځپاڼي راپور ورکړی چي په دې کسانو کي یو ځايي جرمنی کارمند د هغه د کورنۍ پنځه غړي شامل دي او نور د افغان کډوالو لپاره د نورو جرمني پروګرامونو له لاري داخله ترلاسه کړې ده.
په راپور کي راغلي چي ۲۵ نور افغان کډوال د دوی په اسنادو کي د بې نظمیو له امله له الوتني څخه پاته سوي دي.
په راپور کي دا هم ویل سوي د دې کسانو څخه ۷۴ یې د ځانګړي خطر سره مخ افغانانو لپاره د فدرالي داخلې پروګرام له لاري او ۱۴ نور یې د بشري حقونو د نوملړ له لاري جرمني ته لیږدول سوي دي.
د ویلو ده چي دا په تیرو دوو اونیو کي دوهمه الوتکه ده چي افغان کډوال برلین ته رسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *