جرمني د یوه افغان د نظارت لپاره په ۴۸۰ زره یورو یو امنیتي شرکت ګومارلی

یو کوچنی جرمنی کلی د یوه ۲۰ کلن افغان له امله، چي د راینلینډ فالڅ ایالت د وینډسهایم د کډوالو په کمپ کي یې څو ځله ګډوډۍ رامنځته کړي اندېښمن دی. دغه ځوان په ډیری قضیو کي دخیل بلل سوی.
د دغه ځوان چلند دومره جدي سوی، چي چارواکو د یوه شخصي امنیتي شرکت له لاري ۲۴ ساعته نظارت ورباندي لګولی او میاشتنی لګښت یې ۴۰ زره یورو دی چي له کاله ۴۸۰ زره یورو ته رسېږي.
اوس دا قضیه د جرمني حکومت تر جګپوړو چارواکو رسېدلې ده.
د مسیحي دیموکرات اتحادیې «سی ډي یو» ګوند اقتصادي سیاستوالي جولیا کلوکنر، چي وینډسهایم یې ټاکنیزه حوزه ده، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ ته یو بیړنی لیک استولی، چي د دغه افغان د ایستلو غوښتنه کوي.