د جرمني د کورنیو چارو وزیري نانسي فایزر ویلي، د افغان مجرمانو د ایستلو لپاره رغنده هڅي کوي.
فایزر دا خبره پرون په برلین کي یوې خبري غونډي ته کړې ده.
فایزر یوه ورځ وروسته تر هغه دا خبره وکړه چي د راپورونو له مخي یوه افغان کډوال یو دوه کلن کوچنی په چاقو مړ کړ.
بریدګر کس دوه کاله مخکي له بلغاریا جرمني ته تللی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیري د اروپا د پناه غوښتني پر «ډبلین سیسټم» نیوکه وکړه، چي پر اساس یې د پناه غوښتونکي دوسیه باید په هغه لومړني هیواد کي بررسي سي چي دی اول وار ورځي.
فایزر وویل د ډبلین سیسټم نور کار نه ورکوي.
د راپورونو پر اساس زرګونه پناه غوښتونکي که څه هم د ختیځي اروپا یا شنګن په ځینو هیوادونو کي ثبت دي خو بیا هم جرمني ته تللي او هلته یې بیا د پناه غوښتني کړي.