جنوبي کوریا ادعا کړې چي، شمالي کوریا د رواني میاشتي په پیل کي روسیې ته د ځانګړیو ځواکونو استول پیل کړي دي

دغه ادعا څو ورځي وروسته له هغه کېږي چي، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر پیونګ یانګ ورته تورونه ولګول، چي د اوکراین پر وړاندي جګړه کي د کریملین د ملاتړ لپاره یې سرتیري او وسلې روسیې ته لېږلي.
د جنوبي کوریا د ملي استخباراتو ادارې ویلي، چي د اکتوبرله ۸ تر ۱۳مي نېټې یې د شمالي کوریا د پوځ خوځښتونه څارلي او داسي تصویرونه یې اخیستي، چي ښيي د دې هیواد ځانګړي ځواکونه د روسیې په ټرانسپورټي کښتۍ کي د روسیې خاوري ته لېږدول کیږي.
دا له ۱۹۹۰ کال راهیسي لومړی ځل دی چي د روسیې کښتۍ د شمالي کوریا اوبو ته ننوځي او هغه په جګړه کي د شمالي کوریا د پوځ د ښکېلتیا پیل تاییدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *