جیش العدل د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي د ایران د بلوچستان سراوان په سرحدي سیمو کي د پاکستان او ایران د پوځ د ګډو عملیاتو له امله د دغه ډلي ۱۲ غړي وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي

ويل کیږي، د ايران او پاکستان په دغو ګډو عملیاتو کي د جیش العدل ډلي مشر عبدالحمید تنیده چي په صلاح الدین فاروقي مشهور و هم وژل سوی دی.
د ایران او پاکستان حکومتونو په رسمي ډول د دغو عملیاتو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.
جیش العدل په خبرپاڼه کي ويلي، چي په دغه برید کي د دې ډلي دوه مشران مولانا حافظ ابراهيم سابکزی چي په حافظ احسان مشهور و او فقیر محمد محمد زهي چي په امیر عمر مشهور و هم وژل سوي.
‏ د جیش العدل ډلي په خپل بیان کي ويلي، چي دا ډول بریدونه یې له ټاکلي هدف نه سي پر شا کولای او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوي.
جیش العدل وسله واله ډله له کلونو راهیسي د ایران پولي ته څېرمه په بلوچستان کي فعالیت کوي او د ایران حکومت پر خلاف وسله والي جګړې او نور بریدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *