حال‌وش: ايراني ځواکونو ۷ تنه افغان کډوال وژلي

د حال‌وش د بشري حقونو سازمان ويلي، چي ايراني ځواکونو د جمعې په ورځ په سراوان ښار کي ۷ تنه افغان کډوال ويشتلي او وژلي دي.
د دغه سازمان په وينا چي دغه افغان کډوال ځکه ايراني ځواکونو وژلي چي غوښتل ئې په غيرقانوني ډول باندي ايران ته داخل سي.
د ایران دولت په رسمي ډول باندي تراوسه پوري د دغه افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه څه نه‌ دي ويلي.