حامدکرزی وايي، ښځو ته باید د پرمختګ او فعاله ګډون زمینه برابره سي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي اتم د مارچ د ښځو نړیوالي ورځي په مناسبت یوه پېغام کي ویلي، د ښځو لپاره باید د پرمختګ او فعاله ګډون زمینه برابره سي.
حامد کرزي په دغه پېغام کي ویلي، د افغانستان حال او راتلونکی د ښځو مانا لرونکي ګډون ته اړتیا لري.
نوموړي د طـ.البانو له سرپرست حکومته غوښتي چي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
پخواني ولسمشر د ازادي غوښتونکو مبارزو، فرهنګي ودي او ټولنیزو بدلونونو په برخه کي د ښځو رول ستایلی او ویلي یې دي چي، ښځو د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د نارینه‌وو ترڅنګ، خپل رسالت په ښه توګه ادا کړی دی.
کرزی داسي مهال د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې د پرانیستلو غوښتنه کوي چي، د ا.ا ویاند تازه ویلي، په افغانستان کي ښځي له فزیکي او رواني اړخه خوندي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *