حامد کرزي او عبدالله عبدالله په هرات کي پر لمونځ کوونکي برید غندلی

تېره شپه د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ په اندېشه ښارګوټي کي د شیعه هیوادوالو پر یو مسجد وسله والو کسانو برید کړی چي پر مهال یې ۸ کسان وژل سوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او دا یې یو ترهګریز، د بشري او دیني موازینو خلاف عمل بللی.
دغه راز د مخکیني حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د دغه برید غندنه کړې او وايي، پر بې دفاع هیوادوالو برید د ټولو اسلامي او انساني موازینو خلاف عمل دی.
له دې وړاندي هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کي پر لمونځ کوونکو بریدونه سوي چي د ځینو مسوولیت داعش وسله والي ډلي منلی.
په هرات کي د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومي ډلي نه دی منلی.