حامد کرزي او ډاکټر عبدالله د اسراییل پر وړاندي د ایران د بریدونو ملاتړ اعلان کړ

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري نظام د ملي روغي جوړي عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اسراییل پر وړاندي د ایران د بریدونو ملاتړ اعلان کړی او د ایران ځواب یې د نړیوالو قوانینو پر اساس سم کار بللی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چي نړیواله سوله په دې وروستیو کي د جګړو د زیاتوالي او نړیوالو اصولو د نقض کولو له امله له ګواښ سره مخ سوې.
هغه زیاته کړې، په دمشق کي د ایران پر یوې کونسلګرۍ برید د نړیوالو اصولو د نقض یو نوی موارد وو چي ایران یې له خپل حق څخه د دفاع په موخه ځواب ته اړ کړ.
ده ویلي، ایران د افغانستان هغه ورور او ګاونډی هیواد دی چي په سختو حالاتو کي د افغانستان تر څنګ پاته سوی او افغانان هم همدردي ورسره لري.
هغه لیکلي، په غزه کي هم جګړې یوه ستره انساني فاجعه رامنځ ته کړې چي باید ژر تر ژره دایمي اوربند وسي او دا ستونزه د فلسطینیانو لپاره د یوه خپلواک هیواد په جوړېدو پای ته ورسیږي تر څو د فلسطینیانو او اسراییل تر څنګ سیمه هم پر ارامه سي.
بل خوا ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ایران غبرګون دفاعي او د ملي حاکمیت د ساتني لپاره بللی او زیاتوي چي پر غزې د اسراییل بریدونه د سیمي او نړۍ په کچه د بحران د زیاتولو اصلي عوامل دي.
هغه وايي، ایران له افغانستان سره دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او د اسراییل له لوري د دې هیواد پر ضد هر ډول اقدام به د افغانستان پر وضعیت او د سیمي او نړۍ پر حالت ناوړه اغېز ولري.