حامد کرزي د تعلیم په برخه کي د جاپان د مرستو ستاینه او د دې مرستو د دوام غوښتنه کړې ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کي د جاپان له سفیر تاکایوسي کورومیا سره په کتنه کي په ځانګړې توګه د تعلیم په برخه کي د جاپان د مرستو ستاینه او د دې مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي په یوه پیغام کي، چي پر ایکس‌پاڼه کي خپور سوی، جاپان د افغانستان پخوانی او دروند دوست بللی دی.

دا په‌داسي حال کي ده چي د یونېسف یا د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې خبر ورکړی چي، په بدخشان ولایت کي به زرګونه کوچنیان په سلګونو محلي ښوونځیو کي د جاپان په مرسته زده‌کړو ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *