حامد کرزي د پوهني په برخه کي د ټولني د ټولو طبقو له حق څخه دفاع کړې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کي د پوهني په برخه کي د ټولني د ټولو طبقو له حق څخه دفاع کړې او د پوهني په برخه کي یې شک د پوهاوي د نشتوالي ښکاره نښه وبلله.

ښاغلي کرزي د اسلامي یووالي په ۳۸م نړیوال کنفرانس کي په خپلو خبرو کي د افغانستان پر روان وضعیت نیوکه کړې او د پوهني په برخه کي یې د ټولني د ټولو طبقو پر حق ټینګار کړی دی.

د هېواد پخواني ولسمشر يادونه وکړه، چي له اسلامي هیوادونو هيله لري، چي په افغانستان کي د پوهني مسله جدي ونيسي او د پوهني په برخه کي د هر وګړي څرګند حق په پام کي ونيسي.

دا په داسې حال کي ده، چي په افغانستان کي په پرله‌پسې درېیم کال هم میلیونونه نجوني له زده‌کړو بې برخي سوي او د نجونو د لوړو زده‌کړو بهیر هم په ټپه درېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *