حامد کرزي په افغانستان کي د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کي د پولیو د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له حکومته یې غوښتي چي په ټول هیواد کي د واکسین د کمپاین د تطبیق لپاره ښه شرایط برابر کړي.

حامد کرزي پرون په یوه پیغام کي، چي پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی، یوځل بیا په افغانستان کي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه هم کړې ده.

ده په هېواد کي له بې‌وزلۍ، ناروغۍ او نورو ننګونو سره د مبارزې لپاره د تعلیمي موسسو پر اړتیا، چي نجوني هم پکښې شاملي وي، ټینګار کړی.

پخواني ولسمشر د سواد او پوهاوي ټیټه کچه په هیواد کي د روغتیايي ستونزو لوی لامل په ګوته کړی.

ده له حکومته وغوښتل چي د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بیرته خلاص کړي ځکه چي دا پر دغو ستونزو د لاسبري لور ته مهم ګام دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کي هغه دوه هیوادونه دي چي لا هم پکښي د پولیو ویروس محوه سوی نه دی.