حامد کرزي په خیبر کي د پښتنو قامي جرګې له پرېکړه لیک ملاتړ کړی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خیبر کي د پښتنو قامي جرګې له پرېکړه لیک ملاتړ کړی او د هغه ږغ ستاینه یې کړې چي په افغانستان کي د نجونو تعلیم لپاره پورته سوی دی.

د حامد کرزي پر اېکسپاڼه لیکلي چي خیبر جرګه کي د ښځو پراخ ګډون او د تعلیم پر ارزښت تاکید دا وښوده، چي په سیمه کي مېشت خلک د امن او متمدن ژوند غوښتونکي دي.

حامد کرزی ‎جرگه یو ارزښتناک تاریخي دود بولي او د ستونزو د حل لپاره یې موثره طریقه گڼي.

حامد کرزی د سیمي د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د دې جرگې د جوړولو لپاره د ‎منظور پښتین د نه ستړي کېدونکیو هلو ځلو او د مشرانو او اولسونو له گډونه هم مننه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *