حامد کرزي یو ځل بیا له چارواکو غوښتي چي د هیواد د پرمختګ لپاره د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې خلاصي کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه د ټاپي نللیکې پروژې پیل افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه بللې ده او په هیواد کي دننه ددې پروژې د چارو د پیل هرکلی یې کړی.

حامدکرزي زیاته کړې، د داسي مهمو پروژو د پرمخ بېولو او د وطن د ترقۍ لپاره روزلي او مسلکي کدرونه په هره معنی ضروري دي.

نوموړي پر چارواکو ږغ کړی، چي د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او په هیواد کي د تعلیم او روزنې د ودي لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی داسي مهال د نجونو د تعلیم پر وړاندي د بندو دروازو د پرانیستو غوښتنه کوي چي اوسمهال په هیواد کي د نجونو د تعلیم په تړاو پوښتنه کول هم تر امر ثاني پوري ځنډول سوې ده.