حامد کرزی: د پاپ فرنسېز په مرګ خواشيني یم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه باندي د پاپ فرنسېز د مرګ اړوند د خواشینۍ پیغام خپور کړی.
هغه د پاپ فرنسېز پر مرګ خواشیني ښودلي او زیاته کړې ده، چي پاپ فرنسېز په نړۍ کي د مذهبونو ترمنځ د یوالي او همږغۍ له پاره نه ستړي کېدونکي هڅي کړي وې.
هغه وايي د نوموړي ښې اړیکي د اسلامي هیوادونو سره به تر ډېره وخته د نړۍ د مسلمانان یاد وي او هغه به په ښه نوم یادوي.
کرزي د کاتولیک مذهب ټولو پيروانو ته د تسلیت مراتب وړاندي کړي او د هغوی څخه ئې د صبر او حوصلی غوښتنه کړې.
پاپ فرانسېز چي په اصل کي د لاتیني امریکاوو اوس د کاتولیک مذهبي مشر وو، د دوشنبې په ورځ د ۸۸ کالو په عمر مړ سو.