حامد کرزی: سرپرست حکومت دي د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي کړي

د هیواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د نوي کال په را رسیدو سره دي سرپرست حکومت د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي کړي.
هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي د نوي تعلیمي کال او درسونو د پيل ورځي به معمولاً د هیواد بچیانو، نجونو او هلکانو ته د جشن او د اختر د ورځو په شان وې.
د هغه په وینا، متأسفانه نژدې درې کاله کیږي چي د هیواد نجوني له تعلیم او تحصیله محرومي دي او نه سي کولای مکتبونو او پوهنتنونو ته ولاړي سي، علم زده کړي او په دې توګه خپلي کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي.
هغه زیاته کړې، د علم زده کړه د هري انساني ټولني د بقا، پرمختګ، عزت او له احتیاجه د خلاصېدو لار ده.
هغه د نوي تعلیمي کال د پېلیدو په درشل کي یوځل بیا پر سرپرست اسلامي حکومت ږغ کړی او په تکرار یې دا غوښتنه کړې چي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دي د افغانستان د لوڼو پرمخ پرانیزي، دوی ته دي د ښه تعلیم او پرمختګ زمینه برابره کړي، څو هیواد د پردیو له احتیاجه آزاد، پرځان بسیا او د سیالانو سیال سي.