د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي، چي د امريکا له خوا پر ايران بريد د نړۍوالو قوانينو او اصول خلاف دئ. هغه دغه راز ويلي چي پر ایران د امریکا برید د ملګرو ملتونو د منشور خلاف او د سیمي او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دئ.
حامد کرزي دغه راز ويلي دي، چي د ایران د اټومي وسلو اړوند موضوع باید د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان د خوا د منطقي لارو او خبرو په وسيله بايد حل سي .
هغه ويلي، چي امريکا دي د جګړې پر ځای د ډيپلوماسۍ لاره غوره کړي او په دغه برخه کي دي ټول نړۍوال قوانين او اصول په پام کي ونيسي.