حزب الله: اسرائیلي پوځ هڅه کوي د لبنان په جنوب کي د رومیه کلي ته ننوځي

حزب الله نن سهار اعلان وکړ چي اسرائیلي پوځ هڅه کوي د لبنان په جنوب کي د رومیه کلي ته ننوځي. خو دې ډلي تر اوسه د هغوی مخه نیولې ده.
د رویټرز د راپور له مخي، د دغو شخړو د زیاتېدو په ترڅ کي د ملګرو ملتونو یو سوله ساتونکی هم ټپي سوی دی.
په همدې حال کي د اسرائیلو پوځ د جزئیاتو له ورکولو پرته اعلان وکړ چي د لبنان حزب الله د شنبې په ورځ د دغه هیواد پر خاوره ۳۲۰ توغندي او راکټونه توغولي دي.
په ورته وخت کي اسراٸیل د خپلو ځینو شمالي ښارونو شاوخوا سیمي د خلکو پر مخ تړلي اعلان کړي دي.
په عين حال کي دغه خبري اژانس وايي، په لبنان کې د ۲۳ کلیو د تخليې امر صادر سوی، څو اوسېدونکي یې د «عوالی» په نامه سیند شمال لوري ته ولاړ سي.
بل خوا پر غزې د اسرائیلي پوځ په تازه بریدونو کي لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *