حضرت الله ځاځی په روان نړیوال جام کي د مجیب الرحمن پر ځای له لوبډلي سره یو ځای سو

د کرکټ نړیواله شورا وایي، د افغان لوبډلي توپ‌اچوونکی مجیب الرحمن د ګوتي د ټپ له امله په روان نړیوال جام کي له لوبو وتلی دی.
ویل کېږي، چي د مجیب الرحمن پرځای په روان جام کي د افغان لوبډلي احتیاطي لوبغاړی حضرت الله ځاځی له لوبډلي سره یو ځای شوی دی.
د معلوماتو له مخي د مجیب الرحمن د لاس ګوته ټپي سوې او په روان جام کي پاته سیالیو ته دوام نه‌سي ورکولای.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام کي تر دې دمه درې لوبي ګټلي او په اتو غوره لوبډلو کي راغلې ده.
د افغانستان کرکټ لوبډلي د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته هم مستقیمه لاره پيدا کړې ده.