حقاني د پخواني شوروي پر وړاندي جهاد کي د ښځو ونډه ستایلې ده

نن د ثور اتمه په افغانستان کي د مجاهدینو د بریا او شوروي د ماتي ۳۲مې کلیزه ده چي په بېلابېلو غونډو سره ولمانځل سوه.
ا.ا په افغانستان کي د مجاهدینو د بریا د ۳۲ کلیزي په مناسبت په خپله خپره کړې خبرپاڼه کي لیکلي، چي د ثور د ۷مې نېټې کمونیستي کودتا او توره ورځ غندي او ورپسې د ثور د ۸ تاریخ لمانځي او د هیواد د آزادۍ ورځ يې بولي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني بیا په دې اړه په یوه غونډه کي ویلي، چي د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندي د افغانستان په جهاد کي تر ټوله زیاته قرباني افغان ښځو ورکړې ده.
د هغه په وینا، پخواني شوروي اتحاد په خپلو عملیاتو کي د ثور په ۷مه د بېلابېلو جنګي الوتکو په حملو کي تر ټولو مخکي او زیاتي ښځي او ماشومان ووژل.
دغه چارواکي په داسي حال کي دا څرګندوني کړي چي ا.ا د ښځو د حقونو په نقض تورن دی او نړیوال تل ورباندي نیوکه کوي چي ښځي یې د تعلیم، کار او ځینو نورو اساسي حقونو څخه محرومي کړي دي.