پخوانی والي او سياستوال حليم فدايي د جنرال دوستم وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کښي ويلي، چي د ط..البانو او جنرال دوستم له خوا چي کوم جنګي جنايتونه سوي دواړه بايد وغندل سي او نړۍوال ئې بايد حساب ورسره وکړي.
فدايي پر خپله ايکس پاڼه باندي کاږي:« د بشري حقونو له نظره، د جنرال عبدالرشید دوستم او ط..البانو لهخوا ترسره سوي وحشتونه د جنګي جنایتونو په کټهګورۍ کښي راځي. د تاریخ دا توره برخه باید له تبعیض پرته وڅېړل سي او عاملینو ته ئې حساب ورکړل سي.»
هغه د دښت ليلې پېښي ته په اشاره وايي، چي دوستم په زرګونو اسيران وژلي دي او بايد حساب ورسره وسي.
هغه ليکي:«دښت لیلي پېښه، چي پکښي سلګونه ط..الب جنګي اسیران ووژل سول، د نړۍوالو حقوقي سازمانونو لهخوا د جنګي جنایت په توګه یاد سوې ده. د اسیرانو وژل له بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.»