حليم فدايي: د عقیدې ساتنه د دیوالونو په لوړولو نه، بلکي د خلګو په ذهنونو کښي د پوهي او آزاد فکر په پیاوړي کولو سره کېږي

افغان سياستوال او پخوانی والي حليم فدايي پر خپله ايکس پاڼه باندي د ط..البانو د امرب..المعروف د وزير د هغه څرګندونو چي ويلې وه، چي د عقيدي ديوالونه بايد دومره لوړ وساتل سي، چي غليم ته د تېري فكر زړه ته ور نه سي په غبرګون کښي ويلي، چي د عقیدې ساتنه د دیوالونو په لوړولو نه، بلکي د خلګو په ذهنونو او زړونو کښي د پوهي، عقل او آزاد فکر په پیاوړي کولو سره کېږي.
هغه پر خپله ايکس پاڼه باندي کاږي:« م.لا صاحب ، نور د دیوالونو جوړولو ضرورت نسته؛ ستا په جیب کښي موبایل او ټليفون ته به کوم دیوالونه جوړوې؟ نن سبا معلومات او فکرونه د انټرنټ او ټکنالوژۍ له لاري بې له دیوالونو خپرېږي.»
هغه وايي چي د عقیدې ساتني له پاره بايد د‌ پوهي، عقل او ازاد فکر څخه کار واخېستل سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *