پخوانی والي او سياستوال حليم فدايي پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي، چي څو ورځي وړاندي د کندهار په عينومينې ښارګوټي کي د درني چاودني راپور رسنيو نشر کړی و، خو نور جزئيات ئې نه وه ورکول سوي.
هغه ليکلي چي دغه بريد د پاکستان ډرون الوتکو د ط..البانو د مشر د هغه وسلو پر زېرمه باندي کړی و، چي د نورو ولایتونو څخه ئې راټولي کړي او په کندهار کي ئې ساتلي وې.
هغه پر خپله ايکس پاڼه باندي کاږي:«دا چاودني د هغو وسلو پر ګودامونو سوي، چي د م.لا هب..تالله د امر د مخي د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه کندهار ته لېږدول سوي وې. دا ګودامونه د پاکستاني ډرون الوتکو له خوا بمبار سوي دي.»
هغه دغه راز ليکلي دي، چي د افغانستان يوشمېر پرمختللي او معياري وسلې هم پاکستان ته ورکول سوي دي.
هغه ليکي:«د یادو وسلو یوه برخه، چي پرمختللي او معیاري وسلې ګڼل کېږي پاکستان ته ورکړل سوي دي. له بده مرغه، د افغانستان د پخواني فوځ د وسایلو او تجهیزاتو پاکستان ته انتقال او له منځه وړل، د یوې زړې تګلاري دوام دئ.»