حنيف پشتين: پښتانه چي ژوندي وي خپل د حق ږغ به پورته کوي

د پښتون ژغورني د رهبرۍ غړي حنيف پشتين د يکشنبې په ورځ د باجوړ په پاڅون کي د‌ خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي پښتانه نور د دغو ظلمونو څخه په تنګ دي او تر هغه وخت به ارام پيدا نه کړي، چي د خپل قوم حق تر لاسه نه کړي.
هغه وايي چي پښتنو د مولانا خانزيب، ګيلامن او مفتي شاکر په شان مشران د‌‌ لاسه ورکړي او اوس به تر هغو مبارزه کوي ترڅو چي دغه وحشت پاي ته رسېدلی نه وي