حنيف پښتين: د پښتنو ازلي دښمن عثمان کاکړ شهي..د کړ

له نن څخه څلور کاله وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ د رهبرۍ غړی او پښتون قوم سالار عثمان کاکړ(لالا) په خپل کور کي د پاکستاني استخباراتو لخوا په پر سر ووهل سو، چي ترڅو وروځو وروسته د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړل او د شهاد..ت مقام ئې خپل کړ.
د پښتون ژغورني غورځنګ غړي حنيف پښتين پر خپله ايکس پاڼه باندي د عثمان کاکړ د مړيني د څلورم تلين په اړه ليکلي دي: ((د نن څخه څلور کاله وړاندي لوی افغانستان خپل یو ډېر تکړه او ریښتنی زوی عثمان کاکړ د لاسه ورکړ.عثمان کاکړ په ډېري زړورتیا سره د استعمار پر ضد ودرېد او پدې لاره کي ئې ډېر ویاړلی ژوند وکړ. عثمان لالا یوه ورځ هم د افغانیت له داعیه تېر نسو، هغه د پښتنو دښمن ډېر ښه پیژندلی وو او په خپلو ویناوو کي ئې پښتانه د استعمار خلاف تر پایه بغاوت ته وهڅول، هغه د پي ټي ایم ډېره کلکه ملګرتیا وکړه، هغه د پښتون وطن هري برخي ته ځان ورسوی او په هر غم او خوشالۍ کي د پښتنو سره په یوه ټبر ودرېدی.))
حنيف پښتين ليکي چي د پښتنو ازلي دښمن د عثمان کاکړ په شان د پیاوړو مشرانو له شتونه ډار درلود او د خپل استعمار د اوږدولو له پاره ئې لالا شهی..د کړ خو د هغه په شهاد..ت ئې دا دئ، ږغ خاموش نه سو؛ نن هم لکونه خلک د لالا فکر پالي هغه وايي د پښتنو د ميړنيو مشرانو په وینو پالل سوی دغه فکر به هتمن يوه ورځ د بري تر پولو رسیږي.