د پښتون ژغورني غورځنګ د رهبرۍ غړي حنيف پښتين د افغانستان پر خوست، ننګرهار او کنړ ولايتونو د پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بريد ته په اشاره ويلي، چي دغه برید د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری او د ټولو نړۍوالو اوصولو خلاف عمل دئ.
هغه وايي پاکستان هڅه کوي، چي ډیورنډ کرغیړني کرښي د دواړو خواو ولسونه کمزوري او د خپل ځان محتاجه وساتي.
پښتين وايي: « پاکستان د همدې سوچ له پاره د کرښي دې خوا ولسونه هم په تېرو شلو کلنو کي په بېلابېلو نومونو تباه او برباد کړل او هم ئې د بر وطن ولسونه د خپلو جنګي پالیسیو په نتېجه کي خوار او زار کړل. »