د یمن حوثیانو اسراییلو ته څلور ورځي وخت ورکړی چي غزې ته له بشري مرستو بار ولاړو لاریو ته د تګ اجازه ورکړي، کنه دوی به د اسراییلو پر وړاندي سمندري عملیات پیل کړي.
حوثیانو اسراییلو ته دغه څلور ورځنی ضربالاجل پرون د مارچ اوومه، وروسته له هغه ورکړی چي په غزه کي د حماس او اسراییلو ترمنځ د جنورۍ سوی اوربند روان دی.
د حوثي ډلي مشر عبدالمالک الحوثي په یوه بیان کي ویلي، ټولي نړۍ ته دا اعلان کوي چي دوی څلور ورځي مهلت ورکوي.
حوثیانو چي د ایران ملاتړ ورسره دی، پر غزې د اسراییلو برید وروسته سره سمندر او د عدن خلیج کي پر کښتیو له ۱۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي.
حوثیان وايي، دغه بریدونه یې، د فلسطین له خلکو سره د پیوستون او ملاتړ لپاره کړي دي.