د ط..البانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د يکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنيو چارو د وزير محسن نقوي سره ليدلي دي.
د ط..البانو د کورنيو چارو د وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په ياده ليدنه کي ح.قاني د پاکستان د کورنيو چارو د وزیر څخه غوښتي دي، چي د پاکستان حکومت دي د افغان کډوالو او د پاکستان په زندانونو کي د افغان بنديانو سره سم چلند کوي او د انساني کرامت ته دي ژمن پاته کېږي.
په دغه ليدنه کي دواړو لورو د مثبتو اړيکو پر جوړولو او د ترهګرۍ پر ختمولو ټينګار کړی.
خبرپاڼه زیاتوي چي محسن نقوي په دې لیدنه کي د امنیت او مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې په برخو کي د دوه اړخیزو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چي سوداګرو او عامو خلګو ته به لازمي اسانتیاوي برابري سي او دواړه لوري به د ستونزو د حل له پاره یوځای کار وکړي.