خبريال او ممثل سليمان راحل د ط..البانو د زندان څخه ازاد سوی

د افغانستان د خبريالانو مرکز خبر ورکړی، چي په غزني کي د خوشحال راډيو مسئول مدير او خبريال سليمان راحل د شنبې په ورځ د ط..البانو د زاندان څخه ازاد سوی.
د افغانستان د‌ خبريالانو مرکز ويلي، چي سليمان راحل د خپل رسنيز فعاليت له وجهي ط..البانو درې مياشتي مخکي په غزني کی نيولی و.
هغه د ط..البانو په زندان کي درې مياشتي تېري کړي وې او د شنبې په ورځ ازاد سوی.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په دې وروستيو کي د بیان ازادۍ او رسنیو پر ضد محدودیتونه خورا زیات کړي او خبريالانو ته اجازه نه ورکوي، چي په ازاد ډول فعاليت وکړي.