پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې او په تيرو څو ورځو کي ئې په زرګونه هغه افغاني کورنۍ له دغه هېواد څخه په زور او جبر سره ايستلي، چي قانوني اسناد ئې نه درلوده. د افغا کډوالو په تړاو د دوحې د تړون له پاره د امريکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمی خلیلزاد اندېښنه ښودلي او زیاتوي پاکستان پلان لري، چي د افغان کډوالو په نامه افغانستان ته داعش وليږي او په افغانستان کي ترهګري ډلي زياتي کړي. هغه وايي چي دغه معلومات ئې د باوري اشخاصو څخه ترلاسه کړي چي پاکستان افغانستان ته د افغان کډوالو په منځ کي د داعش ډلي غړي هم ليږي.