خليلزاد: پاکستان اوس هم د ترهګرو ځاله ده

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا مخکنی استازی زلمي خلیلزاد په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي دي، چي راپورونه ئې ترلاسه کړي دي چي پاکستان کي د داع.ش خراساني او دې ته ورته نوري ترهګرو ډلو فعال مرکزونه موجود دي.
هغه وايي چي داع.ش خراساني څانګه په پاکستان کي ځاله لري، چي اسلام اباد بايد داسي ترهګرو ډلو ته په خپل غېږ کي ځای ور نه کړي.
د خليلزاد په وینا چي دغه ترهګري ډلي يوازي پاکستان نه ګواښي بلکي دا د سيمي او نړۍوالي ټولني له پاره يو جدي ګواښ دئ.
هېره دي نه وي چي د زلمي خليلزاد تر څرګندونو مخکي د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د يوې مرکې پرمهال اعتراف کړی وو، چي پاکستان د درې لسيزو راهيسي د امریکا په غوښتنه ترهګرو ته ځای ورکړی وو او د هغوی ملاتړ ئې کړی وو.