د افغان سولي لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، د طالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ به د دوحې په هوکړه کي د افغانستان د سیاسي نظام څرنګوالی نه وي روښانه، خو په خبره یې، په دغه هوکړه کي په څرګند ډول راغلي، چي د افغانستان د نوي حکومت څرنګوالی باید د طالبانو او سیاسي ډلو ترمنځ د خبرو اترو په پایله کي روښانه سي.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چي د افغانانو، طالبانو او ځینو نورو لپاره اوس ننګونه دا ده چي، اوسنیو واقعیتونو ته په کتو څنګه د دوحې د هوکړي ژمني عملي کړي.
هغه د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کي دغه خبري کړي دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي وه چي د دوحې هوکړه لیک په دې مانا نه ده، چي امریکا د حکومتولۍ په تړاو طالبانو ته فرمایش ورکړي، بلکي دغه هوکړه له هیواده د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو وه.