خلیلزاد وايي، د ټرمپ انتخاب د دوحې تړون د ټولو عناصرو عملي کېدو ته فرصت برابر کړ

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د ډونالډ ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره دا فرصت برابر سوی چي په افغانستان کي د دوحې تړون ټول عناصر په بشپړه توګه عملي سي.

ده دا خبره تېره شپه په یوه ټویټ کي کړې خو نور جزییات یې نه دي څرګند کړي.

په وروستیو ورځو کي له یو شمېر افغان سیاستوالو سره د خلیلزاد د لیدنو- کتنو عکسونه خپاره سوي او داسي معلومېږي چې یو وار بیا د افغانستان په اړه فعالیږي.

خلیلزاد د دوحې له تړونه وروسته خپل ځای نورو ته ورکړ.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لاسلیک سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *