خلیلزاد وایي، د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای سي

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا پخواني استازي او د دوحې د تړون لاسلیکوونکي زلمي خلیلزاد ویلي، چي د امریکا د نوي حکومت لپاره یو له انتخابونو څخه کېدای سي دا وي چي د دوحې د سولي تړون تطبیق سي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د فلوریډا پوهنتون د نړیوال امنیت موسسې په کنفرانس کي زیاته کړه، دی نه غواړي توقعات لوړ کړي، خو ټینګار کوي چي دا تړون کولای سي د همکارۍ لپاره یو چوکاټ برابر کړي.

خلیلزاد او د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د دوحې د سولي تړون لاسلیک کړی وو.

خلیلزاد د فلوریډا پوهنتون د نړیوال امنیت موسسې په غونډه کي د بین‌الافغاني مذاکراتو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چي د افغانستان پخواني حکومت او طالبان دواړو د دې خبرو په ناکامولو کي ونډه لرل.

پخواني استازي زیاته کړه چي ښایي طالبان په لنډمهال کي په واک کي پاته سي، خو په اوږدمهال کي به د دوی واکمني دوامداره نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *