خواجه آصف: د اړتيا په صورت کي به پاکستان د افغانستان داخل پوځي عمليات وکړي

د پاکستان د‌ دفاع وزير خواجه آصف په خپلو تازه څرګندونو کي ګواښ کړی، چي که په پاکستان کي نا امني زياته سوه پاکستان به د ترهګرو د ځپلو په موخه په افغانستان کي عمليات وکړي.
هغه دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کي د‌ځان.مرګي بريد وروسته کړي او ويلي ئې دي، چي د دغه بريد طرحه په افغانستان کي جوړه سوې وه.
هغه ويلي چي پاکستان د جګړې غوښتونکی نه‌ دئ خو ترهګرو ته به غاښ ماتوونکی جواب ورکړي.
په ورته وخت کي د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم ويلي و، چي په اسلام اباد کي ځان.مرګی بريد يو افغان وګړي کړی و.
ط..البانو د پاکستان د دغو چارواکو د ادعاوو په اړه تراوسه پوري څه نه دي ويلي.