خواجه آصف: ط..البان موږ جوړ کړي؛ خو اوس زموږ دښمنان دي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، ط..البان د پاکستان له‌خوا جوړه سوې ډله ده؛ خو اوس بې‌باوره او د پاکستان دښمنان سوي دي.
هغه دا څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي ط..البانو د پاکستان پر سرحدي سیمو بریدونه وکړل. آصف زیاته کړه: «موږ ط..البان پخپله جوړ کړي، روزلي او لوی کړي، خو اوس زموږ پر ضد جګړه کوي.» نوموړي خبرداری ورکړی چي که جګړه دوام وکړي، ط..البانو ته به د محبت په ژبه جواب ورنه‌کړي