د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چي هند د افغانستان له خاوري څخه د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دا ډلي د پاکستان د سولي بهیر خرابوي.
نوموړي زیاته کړې چي پاکستان د افغانستان د ترهګرو ډلو له امله د امنیتي ستونزو سره مخ دئ.
خواجه آصف همدارنګه څرګنده کړې چي هند نه سي کولای د پاکستان سره د جګړې خطر ومني، نو ځکه د افغانستان د خاوري څخه د ترهګرو له پاره ګټه اخلي.
دا څرګندوني هغه پر داسي مهال کړي، چي د پاکستان او ط.. البانو ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي