د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی دئ، چي د هند او پاکستان ترمنځ د راتلونکو ۲ څخه تر ۴ ورځو پوري د جګړې د پېل کېدو احتمال سته. هغه دغه څرګندوني د کشمیر په سیمه کي د وروستۍ ترهګریزي حملي وروسته تازه د رويټرز سره کړي دي. کشمير سیمه د ۱۹۴۷ کال راهیسي د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړي موضوع ده. هند او پاکستان دواړه اټومي ځواک لري او کارپوهان ویره لري، چي دا شخړه د اټومي وسلو کارولو ته ونه رسېږي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت دواړه هیوادونه د “مسؤلانه حل” موندلو ته هڅولي، خو شنونکي وايي چي د ټرمپ اداره شاید د نورو نړۍوالو شخړو له امله په لومړیو کي مداخله ونه کړي.